پښتانه او په کور دننه دوه لويي ستونځې
سرلوڅ مرادزی    سرلوڅ مرادزی

پښتانه په کور دننه د ډیورنډ دواړو غاړو ته د دوه لویو ستونځو سره لاس وګریوان دي . لومړۍ ستونځه دا ده چې پښتنو کې مذهبي توندلارو او سخت دریځو زیات بچي اچولې او له هرې خوا يي د پښتنو پر ستوني منګلې ښخې کړي او دویم د هېواد په شمال کې د سیکټاریستو تنګنظرو خوځښتونو چې کله د شمالټلوالې ، کله د تغیر او امید او کله په نورو عنوانو او نومونو سر راوهي ګواښونه او ننګونې دي چې کابل کې د مرکزي حکومت د ټينګېدو او د هېواد د سلامتیا او پرمختګ لپاره غټ سر درد ګرځېدلي دي .

البته پښتانه په ګاوڼد کې هم پنجاب سره د ډیورند تپلې کرښې او ایران سره په افغانستان کې د لاسوهنو او ټاکلیو مذهبي او ایتنیکي ډلو څخه د ملاتړ له کبله ستونځې لري چې نه ښايي له پامه وغورځول شي ، خو د کور ستونځه د ټولو ستونځو مور او داسې ربړه او غوټه ده که حل نشي یو ملت په کوردننه له پښو غورځولای شي .

 تر ټولو ړومبی د پښتنو ملي او نړیواله ونګه ، پښتنو کې د زیاتو مذهبي توندلارو او سخت دریځو شتون بدرنګه کړې ده . ډیورنډ کوزې غاړې ته د قاضي حسین احمد اسلامي جمعیت ، د مولانا فضل الرحمان جمعیت علمآ اسلام ، لشکر طیبه او جیش محمد ، په سوات کې د صوفي محمد او په وزیرستان کې د محسود اسلامي سختلارو او د ډیورنډ برې غاړې ته د ملا محمدعمر طالبانو ، د ګل بدین اسلامي ګوند ، د رسول سیاف اتحاد او د جلال الدین حقاني لنډغرو د پښتنو په استازیتوب د وحشت او بربریت جنډه پورته کړي ده . دغه ګوندونه چې نن سبا ۶۰ میلیونه پښتانه يي یرغمل نیولي او د دوی په استازیتوب د خدمت سینه ډبوي ، یو يي هم د پښتنو ملي ګټو او غوښتنو ته ژمن نه دی . دغو ګوندونو ته د پښتنو ولسونو رایه نه ده ورکړې . په تېرو ټولټاکنو کې په لره پښتونخوا کې یو سخت دریځي اسلامي ګوند هم ډېرې رايي ونه ګټلې او په پښتونخوا کې ملي ګوندونو ایالتي حکومت جوړ کړ . په کوزه پښتونخوا کې دغه ګوندونه د ای ایس ای او پنجاب تر څنګ د پښتنو د ملي ګټو پر ضد جنګیږي . دا چې کوزه پښتونخوا کې پښتانه د ملي ګټو په بسیا کې پاتې راځي غټ لامل يي ددغو اسلامي ګوندونو شتون دی چې تل يي د پنجاب په ګټه د پښتنو پښې وهلي دي .

تېرکال د مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماء اسلام د ډلې ايالتي مشر مولانا گل نصيب پېښورکې يوې غونډې ته په وېنا کې ویلي وو چې عوامي نېشنل گوند په سيمه کې د لوى پښتونستان د جوړولو توطيه جوړه کړې او په دې توگه غواړي پاکستان او افغانستان مات کړي چې دا کار جمعيت علماء اسلام او نورو اسلامي گوندونو ته د منلو وړ نه دى . تر ټولو لا بده دا چې مولانا ګل نصیب وايي « د باچا خان مرکز لخوا جوړو شويو ښوونځيو کې د "پاکستان شادباد"  پرځای د غني خان "اى زما وطنه د لالونو خزانې زما"  ملي ترانه غږول کېږي .

د ويکي ليکس په تازه خپرو شويو لاسوندونو کي راغلي چي مولانا فضل الرحمن له امريکا څخه غوښتي وو چي د پاکستان لومړی وزیر ېې جوړ کړي . ملا فضل الرحمن دغه غوښتنه په ٢٠٠٧ کال اسلام آباد کي د امريکا له سفيري سره په ليدنه کي کړې وه. خو همدغه مولانا بیا ترهګرو او طالبانو ته وايي چې افغانستان کې امریکا او لویدیځ او همدارنګه هغه افغانان چې دده په ګومان لویديځ سره همکاري کوي په نښه کړۍ .

بل پلو دې روستیو کې د پاکستان اسلامي جمعیت مشر قاضي حسین احمد یوه لیکنه کې چې د پاکستان په « جنګ » ورځپاڼه او اسلام ټایمز بریښپاڼه کې خپره شوي لیکلي وو « د افغان ملت ملتپال ګوند هڅه کوي چې د ژبو درمن ته د اور واچوي او د افغانستان او پاکستان د تجزیي لار اواره کړي. د داسې لمسونونو په وړاندې موږ په دواړو هېوادونو کې د پاشلتیا د مخنیوي غورځنګ پيل کړی و . »

همدا راز دغه ګوندونه پښتونخوا کې د مدني علومو د لوست او زده کړې مخه نیسي ، د دغوعلومو زده کړه کفر بولي او د پښتنو منځ کې په ۲۱ مه پېړۍ کې هم خرافاتات خپروي . ای ایس ای ددغو ګوندونو په مرسته په کوزه پښتونخوا کې د پښتنو مشران او ملي کادرونه وژني .  

خو د ډيورنډ  په بره غاړه هم وضعه تر دې لا زیاته ترینګلې ده . دلته هم مذهبي توندلارې او سخت دریځي ګوندونه او تنظیمونه په درواغو سره د پښتنو د استازیتوب خبره کوي .

دغه ګوندونه د پښتنو د تاریخي او ملي غوښتنو د بسیا په موخه نه دي رامنځته شوي بلکې د دوی په جوړولو او روزلو کې پردیو په تېره بیا پنجاب لویلاس لرلی دی . وګورۍ ددغو ټولو ګوندونو د رسۍ سر پنجاب او ای ایس ای ته رسیږي . د طالبانو په رامنځته کېدو کې د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې بېنظیر بوټو په ۲۰۰۰ کال کې د فیګورو نومې خپرونې سره په مرکه کې ويلي و : « د طالبانو غورځنګ د انګریز په فکر جوړ شوی چې عربانو مالي مرسته او پاکستان يي په اجراتو کې ملاتړ کړی دی . »

دغه شان  رسول سیاف ، ګل بدین او جلال الدین حقاني په تنظیمي لحاظ د ځوانۍ او بلوغ پړاو په پاکستان کې تېر کړی او د ای ایس ای په خم کې يي د پنجاب د ګټو لپاره رنګ اخیستی دی .

په دې توګه وییلای شو چې په لرو برو پښتنو کې مذهبي توندلارې او سخت دریځي د پښتنو د ملي ګټو او غوښتنو پرځای د پولو پورې غاړه او د پردیو په تېره بیا د پنجاب او عربو د ګټو لپاره ژمن دي . 

خو په کور دننه په بله مورچه کې هم وضعه د لوی افغانستان د ملي ګټو ، د پياوړي ملي حاکمیت او د افغان خاورې د ځمکنۍ بشپړتیا په وړاندې ګواښمنه او پيچلې ده . دهېواد په شمال کې سیکټاریست او ملي تنګنظره خوځښتونه کله د شمالټلوالې ، کله د تغیر او امید او کله په نورو نومونو وخت نا وخت سر راپورته کوي . نوې ولسې جرګې ته د پدرام ، مهدي ، حفیظ منصور او دوی ته د ورته سیکټاریستو وکیلانو راتګ به راتلونکې ولسې جرګه د شرغوبل په یوه مورچل بدله کړي . 

د ویکي لیکس تازه خپاره شوي لاسوندونه ښکاره کوي چې د افغانستان په ولسې جرګه کې د ولسې جرګې مشر او یو شمېر نور وکیلان ، په وزارتخانو لکه د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې لوړ پوړې چارواکې ، د ځينو ولایتونو والیان او چارواکي د ایران تنخوا خواره دي . ولسې جرګې ته په ټاکنو کې هم ډېر نوي ټاکل شوي وکیلان د ایران په بډو تورن دي . د شیعه فرقې په منځ کې هم ایران خپل سنګر له پخوا زیات پوخ کړی دی .

په دې توګه مذهبي توندلارو ، د ای ایس ای تالې څټو ، د شمال سیکټاریستو او تنګنظرو او د ایران بړیڅو د راتلونکې ولسې جرګې څوکۍ  ډکې کړي او د دولت مهم پستونه يي پخپل واک کې راوستې دي . د افغانستان اوسنۍ واکمني په ټوله کې د مذهبي توندلارو ، سیکټاریستو او د پردیو ګوډاګیانو یوه ټولګه ده چې هغې کې د ملي ، سوله پالو او د پرمختګ پلویانو ونډه کمرنګه او په نیشت حساب ده . د داسې یوې جهادي ــ مافیايي ــ سیکټارستي واکمنۍ ډډوزې به نورې هم له پخوا زیاتې په ملي ، سیمه یځه او نړیواله کچه باد شي او افغانان به له پخوا زیات د بدبختۍ ګړنګ ته ورشېوه شي .

که دریملارې ځواکونه خپل منځ کې یو موټی نشي او د هېواد ژغورنګ لپاره مټې بډ نه وهي د جهل ، په شاتګ ، جګړې او د ملي نفاق لارویان به بلاخره افغانستان نور هم ویجاړ او په پای کې ، ړنګ کړي !

پکار ده چې یوخوا د سیکټاریستو او ملي تنګنظرو او بلخوا د مذهبي توندلارو پر وړاندې د منځلارو ځواکونو پراخ ملي غورځنګ رامنځته شي !

د ۲۰۱۰ کال د دیسمبر ۱۲ مه          

 


December 12th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسايل اجتماعي